اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د ناټو سکرترجنرال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ ۵۶امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ سره پرون ماښام وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ ۵۶امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ سره پرون ماښام وکتل.
د ارگ مانی په رپوت؛ د ناټو سازمان سکرتر جنرال وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې کولو لپاره د دوی تعهد او ملاتړ پرخپل ځای دی او په دې برخه کې به د دوی ماموریت ادامه ولري.
ښاغلی ینس سټولټنبرګ وویل، موږ د افغانستان دولت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو.
جمهوررئیس غني د ناټوسکرتر جنرال څخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا او د سولې پروسې د ملاتړ له امله مننه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا