اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د مهاجرینو د ورځې په مناسبت د ژغورنې د مقاومت ملي شورا: افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی

ډید خبري اژانس: د ژغورنې ملي مقاومت شورا د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.

دې شورا د شنبې په ورځ (د جوزا په ۳۰مه) یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د افغانستان له سقوط وروسته خلک د هېواد د وتلو لپاره له هرې لارې کار اخلي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په داسې حال کې چې افغانستان د طا-لبانو ډلې ته وسپارل شو، د افغانستان خلکو د ترورېزم د پراخېدو له امله له هرې لارې د خپل وطن پرېښودو ته لاره هواره کړه. هوايي ډګر ته د رسېدو ترخې خاطرې، له الوتکې څخه راښکته کېدل او مرګونې چاودنه او د یو شمېر هغو کسانو مړینه چې د کابل په هوايي ډګر او شاوخوا کې د ویستلو بهیر ته د رسېدو لپاره دقیقې شمېرې، د ترورېزم پایله وه».

دغې شورا همدا راز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې د ملي مقاومت شورا په دې باور ده، چې افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل شوی، چې له دې سره نه یوازې له افغانستان څخه د غیر قانوني مهاجرتونو څپې زیاتیږي، بلکې د هېواد په شمال او شمال ختیځو پولو کې د ترهګرو ځاله ده. هغه هیوادونه چې منځنۍ اسیا ته د تروریزم د صادراتو لامل ګرځي، له هغو هیوادونو څخه د مهاجرت لړۍ هم په نړۍ کې د مهاجرو شمیر زیاتوي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان له سوريې وروسته په نړۍ کې د کډوالو له پلوه دويم هېواد دى او په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره کسان له دغه هېواده تښتېدلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا