روستي خبرونهشننهنړۍ

په سعودي عربستان د بریدونو خبرداری

په ریاض کې د امريکا سفارت خپله ټوېټر پاڼه باندې په سعودي کې د بریدونو خبرداری ورکړی دی.

ریاض کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په خپل نقل و حرکت کې احتیاط کوي، ځکه د القاعدې او یا د داعش له لورې په سعودي کې د بریدونو تر سره کولو جدي ګواښ موجود دی.

سفارت د برید کوم خاص هدف نه دی په ډاګه کړی خو ویلي يې دي چې د سعودي په هر ځای کې بریدونه ترسره کېدو امکان شته دی.

همداراز  سفارت هغه کسانو ته چې سعودي ته د سفر اراده لري ویلي دي، چې د  تګ له پرېکړې مخکې ښه سوچ و فکر وکړئ، ځکه دلته امنیتي مشکلات موجود دي.

له دې وړاندې د «رويټرز» خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي وه چې د دوی لاس ته یوه داسې وېډیو ورغلې چې په کې د داعش پنځه پټ مخي جنګيالي په سعودي کې د بریدونو ګواښ کوي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې له بریدونو وروسته د داعش «الاعماق» خبري اژانس په سعودي عربستان کې هم د بریدونو ترسره کولو ګواښ کړی و.

د یادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په پارلمان او د خمیني په مزار باندې وسله وال بریدونه وشول، چې له امله مرګ ژوبله اوښتې وه. د داعش ډلې د یاد برید پړه پر غاړه اخېستې او دپنځه برید ګرو وېډیو يې هم خپره کړې ده.

خو د پاسداران انقلاب مرستیال برید جنرال حسین سلامي یوې خبرې ناستې ته د وینا پر مهال د یاد برید پړه پر سعودي عربستان ور واچوله او زیاته يې کړه، «چې دې کې شک نه شته چې موږ به د نني برید کې ښکېلو ترهګرو او د هغوی له ملګرو او ملاتړو کلک غچ واخلو».

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر هېوادونو له قطر هېواد سره د هر ډول پرېکون وروسته په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی زیات شوی او د جګړې نښتلو ګونګسي هم شته دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا