اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

په پاکستان کې چاودنې یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړل

د دید آژانس د خبر له مخې، له پاکستان څخه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د یوه سیاسي ګوند په دفتر کې چاودنه شوې ده.

نن چهارشنبه (۱۸ دلو) په بلوچستان کې د یوه سیاسي ګوند په دفتر کې چاودنې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د بلوچستان د پخوانۍ ضلعې په پي بي ۴۷ حلقه کې د خپلواک کانديد اسفنديار خان کاکړ د کمپاين په دفتر کې شوې ده.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.

د نن ورځې چاودنه د یو لړ بریدونو په لړ کې وروستۍ ده چې د سبا له عمومي ټاکنو مخکې ټاکنیز دفترونه او نوماندان په نښه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا