افغانستانروستي خبرونه

طالبان قوي شوي دي

د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې راغلي دي، چې د وسله والو طالبانو جنګي ځواک لا پياوړی شوی دی. دغه راپور وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر تعذيراتو د څار ډلې له خوا خپور شوی دی.

راپور کې ويل شوي دی، چې طالبانو د تېر موسم جګړه کې ډېر تلفات وليدل، خو جنګي ځواک يې کمزوری شوی نه دی، بلکې اوس هم افغانستان کې د پام وړ جنګيالي لري.

سرچينې زياته کړې ده، چې طالبان اوس هم له القاعده سره اړيکې لري او د القاعده ګڼ غړي طالبانو سره يو ځای شوي دي او د دې ډلې جنګي ځواک يې پياوړی کړی دی.

راپور ويلي، چې د طالبانو ډېری عوايد د نشه‌يي توکو له قاچاقه دي او افغانستان کې د کوکنارو کر ډېر شوی دی.

سرچينې ادعا کړې، چې وسله وال طالبانو اوسمهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته په قبايلي سيمو کې خوندي مرکزونه لري او له همدې ځايه فعاليت کوي. افغانستان او پاکستان څو ورځې وړاندې پر همدې سيمو د ګډو عملياتو موافقه وکړه، چې د امريکا تر څار لاندې به ترسره کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا