اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

پیرو ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل

دید خبري اژانس: راپورونه وايي چې د پیرو چارواکو د برازیل په پوله کې ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو له منګولو ژغورلي دي.

د پیرو د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، چارواکو پرون له برازیل سره په پوله ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل.

د څارنوالانو په وینا، هغه مهاجر چې هڅه یې کوله اکوادور ته ورسیږي انساني قاچاقبرانو ته یې پیسې ورکړې چې له دې هیواد څخه شمالي سرحد ته انتقال کړي.

د څارنوالۍ دفتر په یوه بیانیه کې وویل چې دوی د پیرو – برازیل پولې ته څیرمه د ماډری ډیوس ډیپارټمنټ کې د اناپاري په کلي کې د خواړو پرته کور ته ورغلي وو.

د قربانیانو په منځ کې «څلور ماشومان، د دوو میاشتو ماشوم په ګډون کی وو».

د پیرو څارنوالانو دا نه دي ویلي چې مهاجرو قاچاقبرانو ته څومره پیسې ورکړې.

باید وویل شي، چې له افغانستانه د امریکا له ګډوډۍ وتلو، د پخواني رژیم له نسکورېدو او د خلکو د ستونزو په هواري کې د نړۍ له ناکامۍ وروسته په زرګونه کسان له هېواده وتلي او د امن ځای په لټه کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا