اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د افغان ښځو په اړه غونډه جوړه شي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر نصیر احمد فایق په خپله اکس پاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د ښځو او نجونو د وضعیت او د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې په اړه په افغانستان کې به ترسره شي.

ټاکل شوې چې دا غونډه د سپټمبر په ۲۲ د نیویارک پر وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو جوړه شي.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي وو، چې د دغه سازمان په سرمشریزه کې به د افغان مېرمنو پر وضعیت غږېږي.

په دې وروستیو کې په اروپا کې د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو په افغانستان کې د «جنسي نابرابرۍ» د پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا