افغانستانروستي خبرونه

افغان امنیتي چارواکي : له ټانکر بم چاودنې مو مخنیوی وکړ

افغان چارواکي وايي، چې په پلازمینې کابل ښار کې یې په یوه مهمې سیمه کې د یوه خونړی چاودنې پلان شنډ کړی دی.

د کابل د امنیه قومانداني د جنایي تحقیقاتو ریاست چاواکي وایي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند له ډسپچري سیمې څخه امنیتي ځواکونه د تیلو په یو ټانکر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکې توکې کشف او ترلاسه کړي دي.

چارواکي زیاتوي، چې چاودیدونکې توکې د ۱۰۱ آسمائي زون منسوبینو له خوا له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړای شول.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی په پلازمینې کابل کې د پر له پسې موټر بم او ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

په کابل ښار کې لومړی خونړی چاودنه د تیرې میلادي میاشتي په ۳۱ مې نیټه کې د وزیر اکبر خان په اړوند سیمه کې د المان سفارت ودانې ته څېرمه رامنځته شوه په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او تر ۴۰۰ نور ټپیان شول.

دوهمه خونړې چاودنې د تیره شنبې د کابل ښار اړوند په سرای شمالي سیمه کې رامنځته شوه او پر له پسې ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې نږدې ۱۰ کسان ووژل شول او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا