اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

مجاهد لاوروف ته: زموږ حکومت هر اړخیز او ځواب ویونکی دی

ډيډ خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان اوس هم ټول شموله او حساب ورکوونکی حکومت لري.

مجاهد په یوه غږیز ټیپ کې چې نن شنبه (د جدی ۳۰مه) خپور شو ویلي چې د طا-لبانو حکومت توانېدلی چې په افغانستان کې امنیت او ثبات رامنځته کړي او د دغه هېواد خلک له «پیښو او شخړو» وژغوري.

مجاهد زیاته کړه چې اوسنی حکومت هغه حکومت دی چې د افغانستان خلک ورته په تمه دي.

نوموړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وايي چې هېوادونه باید ځان ته دا حق ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې خبرې وکړي او یا دا هېواد د خپلې مداخلې ځای وګڼي.

مجاهد وايي، طا-لبان غواړي د روسیې په ګډون له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد یې له طا-لبانو سره منظمې اړیکې لري.

د هغه په ​​وينا، د دې لپاره چې طا-لبان په رسميت وپېژندل شي، بايد ځينې مسايل حل او د دې ډلې ژمنې پوره شي.

لاوروف ویلي، چې تر ټولو لومړی د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي، چې نه یوازې پښتانه او نور توکمونه پکې شامل وي، بلکې له سیاسي پلوه هم ټول شموله وي.

لاوروف ویلي، چې د طا-لبانو په مشرۍ حکومت کې پښتانه، ازبک، تاجیک او هزاره ګان شته، خو له سیاسي پلوه دوی ټول د طا-لبانو غړي دي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ په فعاله توګه طا-لبانو ته مشوره ورکوو چې نور سیاسي ځواکونه د حکومت په جوړښت کې راوباسي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا