اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلي رژیم برید وغندل شو

دید خبری اژانس وایی: د ملګروملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کښې په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیلو د رژیم د هوایی حملې په غبرګون کښې یو شمیر هیوادونو دغه حمله وغندله.

دغه بیړنۍ غونډه نن دچهارشنبې په ورځ(۱۴حمل) جوړه شوه.

په امنیتي غونډه کې ګڼو هېوادونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وغانده.

ډیری هیوادونو دا برید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې چې موخه یې د ډیپلوماتیکو مرکزونو ساتنه ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین د سفیر مرستیال ګنګ شوانګ وویل چې د اسراییلو برید یو «ډیر شرورانه ماهیت درلود» او د سوریې او ایران د ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین مخکې وویل: «چین دا برید غندي. د ډیپلوماتیکو بنسټونو امنیت باید تر پښو لاندې نه شي او د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي».

د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا دا برید «د نه منلو وړ» بللی او اسراییلي رژیم یې د منځني ختیځ شخړې ته په «هڅولو» تورن کړی.

امريکا، فرانسې او بريتانيا د اسراييلي رژيم له غندلو ډډه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې د جګړې پر مهال ديپلوماتيکې ودانۍ خوندي پاتې شي او د دوشنبې د ورځې بريد منځني ختيځ نور هم بې ثباته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا