اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اروپايي ټولنه او ازبکستان: د نړیوالې ټولنې له متحد دریځ پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د حالاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولاس سره وکتل.

دواړو لورو د ازبکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسني وضعیت په ګډون د سیمه ییز امنیت د ټینګښت په برخه کې پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

دواړو خواوو د افغانستان د شخړې د هواري او د نړیوالو هڅو په همغږۍ کې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.

دواړو لوریو موافقه وکړه چې د نویو افغان چارواکو په وړاندې د نړیوالې ټولنې له متحد دریځ پرته د جدي ټولنیز او بشري بحران د حل او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات په رامنځته کولو کې مرسته ناشونې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا