افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن یکشنبی(۷جدی) له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.

د ارگ د راپور پر بنست، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله جمهوررئیس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا