روستي خبرونهنړۍ

اسراییلی عسکرو د اقصی جومات خطیب په ډزو ټپي کړ

تېر ماخستن په قدس ښار کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د اقصی مسجد خطيب الشيخ عکرمه صبري په ګډون يو شمیر فلسطينيان اسرائيلي عسکرو په ډزو ټپيان کړي دي .

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د دغه مسجد خطيب او ورسره مقتديانو يې د مسجد اقصی د دخولي دروازې په مخکې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو هڅه وکړه او يهودانو د لمانځه د ګډوډولو په موخه د دوی مخنيوی وکړ او د پلاستيکي مرميو او ګازو استعمالول يې پيل کړل، چې پکې د دغه مسجد خطيب عکرمه په مرمۍ ولږېد او ټپي شو.

تېره اوونۍ د دغه مسجد د دروازو ساتونکو پر اسرائيلو وسله وال بريد وکړ، چې دوه تنه اسرائيلي عسکر پکې ووژل شول او يو بل سخت ټپي شو.

د دغه بريد وروسته اسرائيلي عسکرو د مسجد اقصی په انګړ کې درې فلسطينيان ووژل او په دغه مسجد کې يې د څو ورځو لپاره د جمعې پر لمانځه بنديز ولګاوه.

يهودانو د مسجد د پرانيستو وروسته د دغه مسجد په ټولو دروازو د انسان د پلټنو الکترونيکي او سکينر ماشينونه ولګول چې فلسطينيانو يې پر ضد غبرګون ښکاره کړ او تېر ماخستن زرګونه مسلمانانو د دغه مسجد په دخولي دروازه کې د جمعې لمونځ اداء کړ خو اسرائيلي عسکرو يې پر ضد ګاز او مرمۍ وورولې چې ورسره د خطيب په شمول ګڼ شمير فلسطينيان ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې د عکرمه د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د فلسطين د سرې مياشتې ادارې ويلي چې په دغه پېښه کې لسګونه فلسطينيان ټپيان شوي چې د ډيرو روغتيايي حالت ښه نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا