اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د پوهنې د ودې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

دید خبری آژانس: اروپايي ټولنې په افغانستان کې د پوهنې د سکتور د ودې لپاره د ۲۵ ميليونه يورو مرسته اعلان کړه.

اروپايي ټولنې نن په افغانستان کې د زده کړو د اسانتیاوو د ښه والي په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه مرسته به په افغانستان کې د ۳۸۵ ښوونځيو د زيربناوو کيفيت ښه کړي.

د دې اتحاديې په وينا، دغه پيسې به د ښوونځيو د بنسټيزو تاسيساتو، د تعليمي ټولګيو په بيارغونه، د ښوونيزو توکو په برابرولو او د لومړنيو ښوونځيو د ښوونکو د روزنې په برخه کې ولګول شي.

په عین حال کې، یونیسف اعلان کړی چې دا پیسې به په ټول افغانستان کې د ۲۰۰,۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کونکو لپاره د «تعلیمي اسانتیاوو د ښه کولو» لپاره ولګول شي چې په عامه ابتدايي ښوونځیو کې دي.

یونیسف په یوه بیان کې ویلي، «د افغانستان نیمایي ماشومان ښوونځي ته نه ځي، او د هغو کسانو لپاره چې د زده کړې کیفیت یې په نړۍ کې تر ټولو ټیټ دی».

په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې د افغانستان د څو شاخصونو د کلستر سروې له مخې، یوازې ۱۳.۶٪ ماشومانو په دویم او دریم ټولګي کې د لوستلو لومړني مهارتونه ترلاسه کړي، او ۱۸٪ یې د ریاضي لومړني مهارتونه لري.

په همدې حال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د هلکانو د نه حاضریدو او کموالي په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان د «هلکانو ښوونځي هم له ناکامۍ سره مخ دي» تر سرلیک لاندې ۱۹ مخیز راپور خپور کړ. په افغانستان کې د هلکانو پر زده کړو د طا-لبانو نفوذ» د افغانستان د ښوونیز نظام او ښوونځیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا