اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

سینیرلي اغلو د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکي د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزونه د امنیت شورا ته وړاندې کوي.

ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی او د ملګرو ملتونو سرمفتش فریدون سینیرلی اغلو به راتلونکې میاشت د افغانستان د وضعیت پرمختګ

په اړه خپله ارزونه د امنیت شورا ته وړاندې کړي او د دغه هېواد له ننګونو سره د مقابلې د څرنګوالي په اړه وړاندیزونه وکړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان ننګونې یوه «حساس» پړاو ته رسېدلې دي.

د دې راپور له وړاندې کولو وروسته به د جزییاتو د بیا کتنې لپاره یوه غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش په مشرۍ جوړه شي او جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې غونډې د کوربه توب وړاندیز یې کړی دی.

د روان کال په اپریل میاشت کې ګوتریش سینیرلی اغلو د افغانستان د وضعیت د ځانګړي همغږي کوونکي او مفتش په توګه وټاکه او د هیواد د راتلونکو ننګونو د حل کولو څرنګوالي په اړه وړاندیزونه چمتو کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا