اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

امریکا د افغان کډوالو د اوسېدو لړۍ چټکه کړه

دید خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد کانګرس ته خبر ورکړی، چې له پاکستان سره په همکارۍ به د افغان کډوالو د اوسیدو او ستنولو ظرفیت پیاوړی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د بند پاتې افغان کډوالو د غوښتنو د پروسس کولو لپاره به د خپلو ظرفیتونو لوړولو ته دوام ورکړي.

دا نوښت، چې د ۲۰۲۳ کال په جولای کې په محدوده کچه پیل شوی، موخه یې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارول دي.

د دې اونۍ په پیل کې کانګرس ته په لیږل شوي بیان کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سره د قضیې پروسس کولو ظرفیت پراخولو لپاره کار ته دوام ورکوي.

دوه کاله وړاندې د طا-لبانو په لاس د کابل له نسکوریدو راهیسې په لسګونو زره افغانان پاکستان ته داخل شوي چې غواړي امریکا او د لویدیځ نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

متحده ایالاتو تر اوسه ۲۵۳۵۱ افغانان د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې نیولي چې له دې جملې څخه ۴۷۵۲ یې لا دمخه خپلو نویو کورونو ته تللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا