اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

روسیه او ایران د افغانستان په اړه د نوی‌دهلی غونډه کې ګډون کوي

‏هندي رسنۍ د خپلو دولتي سرچینو په حواله وايي، چې روسیې او ایران د افغانستان په اړه د هندوستان په منځګړتوب په جوړیدونکې غونډه کې برخه اخلي. د دوی په حواله، یاده غونډه د روانې چارشنبې په ورځ د نومبر میاشتې په لسمه ترسره کیږي.


د دې غونډې مشري به د هندوستان د ملي امنیت سلاکار آجیت دوال وکړي.
هندي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله، په دې غونډه کې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د نه ګډون پریکړه د خواشینۍ وړ ګڼلې ده.
د سرچینې په حواله، پاکستان افغانستان ته د خپلې واک لاندې سیمې په سترګه ګوري او ورته مناسب نه ښکاري، چې هندوستان یې د سیال په توګه د افغانستان په اړه د یوې مهمې لوړپوړې غونډې کوربه وي.
د یادې غونډې اجنډا تر اوسه ډېر نه دي رسنیز شوي.
پاکستان ویلي، چې هندوستان د افغان سولې همکار نه؛ بلکې خنډ دی، ځکه خو یې په کوربه توب جوړیدونکې غونډه بایکاټ کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا