اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

دولت جوړونکي: هيله لرو چې د ټاکني کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پايلې د خپل مهالويش مطابق اعلان کړي

دولت جوړونکى ټاکنيز ټيم د هيواد نافذه قوانينو ته په درنښت، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، استقلاليت او بې طرفۍ ته درناوى لري، هيله لري چې ياد کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پايلې د خپل مهالويش مطابق په ټاکلې نېټه اعلان کړي تر څو زمونږ ګران هيوادوال د خپلو پاکو رايو په برخه ليک پوه شي.

دولت جوړونکى ټاکنيز ټيم د هيواد نافذه قوانينو ته په درنښت، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، استقلاليت او بې طرفۍ ته درناوى لري، هيله لري چې ياد کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پايلې د خپل مهالويش مطابق په ټاکلې نېټه اعلان کړي تر څو زمونږ ګران هيوادوال د خپلو پاکو رايو په برخه ليک پوه شي.
د دید خبری آژانس به رپوت، دولت جوړونکى ټيم د ١٣٩٨ کال ولسمشرېزو ټاکنو څخه د نړيوالې ټولنې له هراړخيز ملاتړ څخه منندوي دی، همدا شان د اروپايي ټولنې له هغه دريځ څخه چې د افغاني ټولنې د سياسي ثبات په هکله يې څرګند کړ او په افغانستان کې يې د سياسي ثبات او تل پاتې او عادلانه سولې لپاره د يو منتخب حکومت لرل اساسي شرط ياد کړ، هم مننه کوي.
دولت جوړونکى ټاکنيز ټيم دا چې د افغاني ټولنې سياسي ثبات، سلامتيا او ملي وحدت يې د کړنو بنسټ جوړوي، نو له ټولو افغانانو څخه هيله لري، چې ملي هويت او د ټولو ورونو قومونو ترمنځ د درناوي اصل په خپل سياسي او ملي ژوند کې د يو تلپاتې او زرين اصل په توګه د درناوي وړ وګرځوي او تل بايد د افغاني ټولنې د سلامتيا لپاره کار وکړي.
دولت جوړونکى ټيم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په استقلاليت او بې پرېتوب پوره باور لري، البته په کمېسيون کې د ځينو کسانو نظريات او کړنې د ملي قضاوت په تله کې اچوي او قضاوت يې ولس ته پرېږدي.
نو له دې مخې مونږ په ټولو خپلو پلويانو غږ کوو، چې د بريا لپاره صبر غوره کړي او د خپل ولس، ملي ګټو او ارزښتونو لپاره کار وکړي او د خپل هيواد د پرمختګ لپاره ملي دريځ غوره کړي تر څو په ملي روحيه د خپل هيواد راتلونکې جوړ او پرمخ ولاړ شو.
په درنښت
د دولت جوړونکي ټيم سیاسي کمېټه

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا