افغانستانروستي خبرونهسیاست

په غزني کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه؛ طا-لبانو انکار وکړ!

ډید خبري اژانس: د غزني ولایت نه راپورونه وايي، چې د غزني شولګر ولسوالي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو شاهده وه، خو طا-لبان وايي، زاړه چاودېدونکي توکي یې وچاودېدل.

په غزني کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه؛ طا-لبانو انکار وکړ!

د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ تېره شپه د څو چاودنو شاهده وه.
د راپورونو له مخې بې پیلوټه الوتکو په دې ولایت کې هغه هدفونه په نښه کړي چې له القاعده سره تړاو لري.
ویل کیږي چې په غزني ولایت کې د القاعدې روزنیز کمپونه شتون لري.
خو يو طا-لب چارواکى دغه بريدونه ردوي او وايي چې دوى په دې سيمه کې د زړو چاودېدونکو توکو د ريبلو ماينونه شنډ کړي دي.
طا-لبانو تر اوسه په دې اړه کومه رسمي تبصره نه ده کړې، خو په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې یې ویلي، چې راتلونکي بریدونه به د امریکایانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا