افغانستانروستي خبرونهسیاست

ولسمشر : په دې شرایطو کې غونډو ته اړتیا نه لرو

ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ ماڼۍ کې له یو شمېر وکیلانو او کابل سناتورانو سره وکتل.

د دید د خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، له ارګ ماڼۍ نه په نقل سره، په کتنه کې وکیلانو او سناتورانو په هېواد کې روستیو پېښو په پار ولسمشر ته تسلیت ووایه او د حکومت له پروګرامونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

وکیلانو وویل، مظاهره د ټولو هېوادوالو مدني حق دی؛ خو لاربنديانې او پر واټونو خیمې وهلو ولس ته ستونزې راولاړې کړې دي.

بلخوا ولسمشر هم د هغوی د ویناوو له اورېدو روسته، د ملت استازیو ته یې د روستیو پېښو په پار تسلیت ووایه او د حکومت له پروګرامونو د ملاتړ په پار یې ترې مننه وکړه.

ولسمشر همداراز وویل : په دې شرایطو کې غونډو ته اړتیا نه لرو؛ هم د کابل د شرایطو په باب او هم د سیاسی شرایطو په باب تر څو لا امنیت ټينګ کړو.

ښاغلي ولسمشر ټینګار کړی دی، چې د قانون واکمني زموږ مهم مسوولیت دی او د خلکو غوښتنه هم همدا ده او باید په عمل کې پلي شي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا