اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

روسیه: د جامع حکومت د نه جوړیدو له امله طا-لبان په رسمیت نه پیژنو

ډید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، چې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې د پاتې راتلو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله طا-لبان په رسمیت نه پیژني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د طا-لبانو حکومت له «ټولو طا-لبانو» جوړ دی او نورې مذهبي او قومي ډلې په کې شتون نه لري.

لاوروف ټینګار کړی، چې د طا-لبانو په حکومت کې د ټول شموله مسله یوازې قومي نه ده، بلکې مذهبي او سیاسي همغږي باید درک شي.

هغه د طا-لبانو ضد جبهې څخه هم وغوښتل چې «سوله ایز» لاره پیاوړې کړي.

د هغه په ​​وينا، د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې اوسنی دريځ دا نه ښيي، چې دوی له طا-لبانو سره خبرو ته لېوال دي، خو په دې برخه کې بايد هڅې وشي.

لاوروف د طا-لبانو ضد جبهې له نفوذ لرونکو کسانو وغوښتل چې دغه جبهې دې ته وهڅوي چې «سوله ییز» خبرو ته کېني.

نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاينې د عالي شورا د پخواني رييس عبدالله عبدالله يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوى په کابل کې شتون لري او غواړي د افغانستان اصلي لارې ته په ستنېدو کې مرسته وکړي.

باید وویل شي، چې یوه اونۍ وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې په ناکامۍ نیوکه کړې وه او طا-لبانو ته یې سپارښتنه کړې وه، چې د طا-لبانو پر ضد له جبهې سره یو پل جوړ کړي.

د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی حکومت هر اړخیز دی او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا