اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: د نړیوالو له مرستو د طا-لبانو ګټه پورته کول افواه او پروپاګند دی

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طا-لبانو د لاس لرلو او د نړيوالو مرستو د لګولو د ادعاوو په غبرګون کې دا اوازې او پروپاګند بللي او رد يې کړي دي.

په هغه راپور کې چې د امریکا د حکومت د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا جوړ شوی، ویل شوي چې طا-لبان توانېدلي چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه موسسو په «اغیزمن ډول» نفوذ وکړي او دا چې طا-لبان «له افغانستان سره نړیوالو مرستو ته د خپل عاید د یوې سرچینې په سترګه ګوري».

د دغه امریکايي بنسټ په راپور کې راغلي: له افغانستان سره نړیوالې مرستې په منظم ډول د طا-لبانو تر واک لاندې عناصرو ته اړول کېږي.

خو ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي: موږ په دې برخه کې ډېره روښانه پالیسي لرو، چې خلکو ته د مرستو رسولو په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوو، چې د بنسټونو له خوا عملي کېږي. یو ډالر یا افغانۍ د اسلامي امارت او دولت په ګټه نه کارول کیږي او نه ورته اړتیا شته.

هغه زیاته کړه: په دې اړه اوازې تبلیغات دي او موږ یې ردوو.

ښاغلي مجاهد وویل چې د طا-لبانو حکومت له مرستندویه موسسو سره د امنیت د تامین په برخه کې او همدارنګه د روڼتیا په برخه کې همکاري کوي.

مجاهد ټینګار وکړ: په مرستو کې هیڅ لاسوهنه نه لرو او نه یې د یوې افغانۍ په بدل کې مصرفوو.

باید وویل شي، چې له افغانستان څخه د لوېدیځ له وتلو وروسته هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې کابل ته لېږدول کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا