اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د تهران غونډې ته؛ چین: طا-لبان خبرو ته لېوال دي، روسیه: ناټو په سیمه کې مه پرېږدئ

منبع: تاند
د چین د باندنیو چارو وزیر وايي، طالبان لېواله دي چې له نړیوالو سره دیالوګ وکړي.


وانګ يي د تهران د غونډې برخوالو ته په وینا کې وویل، پیکینګ چمتو دی چې د افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د افغانستان د راتلونکې په اړه د نورو غونډو کوربه توب وکړي.
وانګ، چې وینا یې د ایران دولتي تلویزیون خپروله وویل: «طا-لبان له نړۍ سره خبرو ته لېوال دي، چین به په مناسب وخت کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه جوړه کړي».
چین، د افغانستان یو له هغو ګاونډیو څخه دی چې په دې هیواد کې یې کومه جګړه نه ده کړې او د خلق د دیموکراتیک جمهوریت له حکومتونو پرته یې د افغانستان له ټولو حکومتونو سره ښې اړیکې لرلي دي.
دې هیواد د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته له طالبانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته لېوالتیا ښوولې خو لا یې هم د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه چې طا-لبان د متمدنې نړۍ د اصولو خلاف اقدامات کوي.
د تهران غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې نه غواړي چې خپله کومه سپارښتنه پر افغانستان وتپي خو تل یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ننګه کړې ده.
ده وویل، روسیه غواړي دا تضمین شي چې ټول قومونه په حکومت کې ګډون لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په عین حال کې د افغانستان له ګاونډیو وغوښتل چې په سیمه کې د امریکا او ناټو د حضور مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه د تهران په کنفرانس کې وویل، د افغانانو او د ګاونډیو هیوادونو د پولو د ساتنه د کابل د سرپرستو واکمنانو لومړی درجه مسوولیت دی.
ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی.
ده همداراز وویل، پکار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.
په دې غونډه کې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د روسیې او چین د باندنیو چارو وزیران په انلاین بڼه ګډون لري.
ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشر دا غونډه پرانیزي خو د ایراند بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا بل لومړیتوب سبب شو چې رييس غونډې ته را نه شي او پر ځای یې د ده مرستیال ښاغلی مخبر غونډه پرانیزي.
د تهران په کنفرانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په افغانستان کې د بشر ي ناورین د پېښدو مخه ونیسي.
قریشي یو وار بیا د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
قریشي د اګست په ۱۵ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د زیات شمېر افغانانو د کډوالېدو یادونه هم وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا