اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

د افغانستان په اړه د تاجیکستان او پاکستان د چارواکو مشوره

ډید خبري اژانس: د تاجیکستان جمهور رئیس د پاکستان د پوځ له یوه جګپوړي چارواکي سره د دفاعي همکاریو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د تاجیکستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې د تاجیکستان جمهور رييس امام علي رحمان او د پاکستان د پوځ د ګډې کميټې رييس شمشاد ميرزا ​​د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او دفاعي برخو په ګډون د څو اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې.

د دغه راپور پر بنسټ، تاجیکستان او پاکستان په سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د انرژۍ، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې او همدارنګه په کلتوري، بشري او امنیتي برخو کې بنسټیزې همکارۍ جوړې کړې دي.

رحمان د سیاسي متقابل عمل د اوسني او رغنده بهیر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لوړه کچه د متقابل اعتماد احساس وکړ.

د تاجیکستان جمهور رئیس د دواړو هېوادونو پر امنیتي او دفاعي همکاریو ټینګار وکړ او د تخصصي بنسټونو ترمنځ یې دوامداره تماسونه د دواړو لورو په ګټه او د دواړو هېوادونو د ګټو د تامین وړ وګڼل.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: دواړو خواوو معاصرو اندیښنو ته اشاره وکړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه یي توکو د ناقانونه تولید او قاچاق، بین المللي جرمونو او نورو علاقې وړ برخو کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په ګډون د اړوندو نړیوالو او سیمه ییزو ستونزو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا