اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

حشمت غني: محب د اشرف غني په اعتماد کې خیانت وکړ

دید خبري آژانس: له خلیل حقاني سره د حمدالله محب له څرګندونو وروسته د اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي نوموړی د پخواني ولسمشر په باور په خیانت تورن کړی او ویلي یې دي، چې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې له طا-لب مشرانو سره په تماس کې و.

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي په خپله یوه مقاله کې چې پرون (چهارشنبه، د کب ۹مه) یې په ایکس کې خپره کړې لیکلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له اشرف غني د غني باور سره خیانت کړی دی.

هغه لیکلي چې حمدالله محب د طا-لبانو له مشرانو سره په تماس کې و.

حشمت غني چې په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې په کابل کې اوسېده او د هغوی له یو شمېر مشرانو سره یې لیدلي، لیکلي دي: «د طا-لبانو لوړ پوړو کسانو کابل ته د ننوتو له ورځې راته وویل چې حمدالله محب له دوی سره اړیکې لري».

حشمت غني زیاته کړه چې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې حمدالله محب د حقاني شبکې له مخکښو غړو خلیل الرحمن حقاني سره چې اوس د مهاجرینو د چارو وزیر دی، شپږ ځله تماس نیولی و.

حمدالله محب په خپله وروستۍ مرکه کې له حقاني سره ټیلیفوني خبرې تایید کړې، خو ویلي یې دي چې دا ټیلیفوني خبرې د جمهوري ریاست په وروستۍ ورځ شوې او هغه د لوګر ولایت یا وردګو په چوک کې د طا-لبانو له مشرانو سره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی. خو طا-لبان کابل ته ننوتل او دا خبرې اترې ونه شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وايي چې د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کابل له سقوط مخکې د حقاني شبکې له یوه مهم غړي خلیل حقاني سره پرله پسې تماسونه درلودل.

مسعود اندرابي وايي، په داسې حال کې چې کابل ته د طا-لبانو د ننوتو د مخنیوي هڅې روانې وې، محب څو څو ځلې حقاني ته زنګ وواهه.

نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: په هماغه ورځ چې ښاغلی سلام رحیمي او متین بېک له قطر سره په ټیلیفوني خبرو بوخت وو او موافقه وشوه چې طا-لبان به کابل ته نه ننوځي او د همدې هدف لپاره رحیمي له طا-لبانو وغوښتل چې د سولې د عالي شورا مشري وکړي. لابن سمدستي له قطر څخه اعلان وکړ، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خلیل حقاني سره څو ځلې تماسونه نیولي او یو وخت یې د محب له پاره کابل ته څېرمه له خلیل حقاني سره د لیدو بندوبست هم کړی و. خو وروسته حمدالله محب غوره وګڼله چې د تلیفون له لارې همغږي ته دوام ورکړي.

په پای کې ښاغلی اندرابي لیکي: زه ډاډه یم چې د تېښتې دا برخه او څنګه د محب او پاکستان په منځګړتوب حقاني ډلې ته د نظام د شرم وړ تسلیمېدل به وروسته څرګند شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا