اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د محدودولو په تکل کې دی

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ مرکز(نی) یو لړ اسناد موندلي، چې ښيي د سایبري قوانینو نوی توشیح  شوی قانون د بیان د آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق محدودوي .

د دید د خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، مجیب خلوتګر د ((نی)) مرکز د رییس د خبریالانو په شتون کې وویل حکومت ددې قانون له بندونو او مادو نه په ګټنې په دې هڅه کې دی، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق محدود کړي .

هغه ددې قاون ډېری برخې، چې په خپله ولسمشر توشیح کړي دي، ګونګې او مغلقې وبللې او و یې ویل، چې حکومت په دې هڅه کې دی، چې له دې لارې خپل مخالف وځپي.

د نی مرکز رییس وویل، چې حکومت باید په مجازي فضا کې د  جرمونو د کنټرول لپاره  خپل ټول زور ولګوي؛ نه داچې ځمکه پر هغوی راتنګه کړي، چې له دې فضا ګټنه کوي .

خلوتګر همدا راز  د دید خبرګزارۍ ته وویل چې حکومت دې له هغو ابزارو نه په ګټنه چې په واک کې یې لري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق محدود نه کړي.

په دې روستیو کې په دوو ټوکونو کې د افغانستان د جزا قانون تصویب شوی، چې انترنتي یا سایبري جرمونه یې په دویم ټوک کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا