اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالب

د ایران سفارت او یوناما په افغانستان کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر د یوناما له مشرې سره په کتنه کې په افغانستان کې د ګډو همکاریو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په کابل کې د ايران سفارت نن دوشنبه (د جدی ١٨مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ايران سفير کاظمي قمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي (يوناما) له مشرې مېرمن رزا اوتونبایوا سره په افغانستان کې د ګډې همکارۍ په اړه کتلي دي.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: د ماین پاکۍ په برخه کې د ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ، د کوکنارو د کښت او د فاصلې د زده کړې (مجازی فضا) په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

ایران تل د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو په همکارۍ د افغانستان د کړکېچ پر سیمه ییز حل او په دغه هېواد کې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا