اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ فايق: د افغانانو د حقوقو ساتنه نشته

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو ماموریتونو شارژدافیر وايي، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ مه کلیزه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان خلک د ژوند له حقه، ازادي او شخصي امنیت هیڅ ډول دفاع او ساتنه نه کوي.

نصیر احمد فایق نن یکشنبه (د قوس ۱۹مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ مه کلیزه به هغه مهال ولمانځل شي چې د افغانانو اساسي حقونه او ازادۍ په شمول مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې کیږي.

فايق: له دوو کلونو راهيسې د زده کړې او کار له حقه بې برخې دي.

هغه زیاته کړه: د اتباعو د ژوند، آزادۍ، شخصي امنیت او محرمیت هیڅ ډول حقوقي خوندیتوب نشته.

باید وویل شي، چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه هم لاسلیک کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا