اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

بدر: په افغانستان کې ۸۵۰ ښځې او ۲۵ بهرنیان بندیان دي

ډيډي خبري اژانس: د سرپرست حکومت د زندانونو د چارو مرستیال حبيب الله بدر وايي، اوسمهال په افغانستان کې د ۲۵ بهرنيو اتباعو او ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بنديان دي.

که څه هم ښاغلي بدر د بهرنیو بندیانو د هویت په اړه جزئیات ورنه کړل، خو دا تورونه یې «جنايي جرمونه» وبلل.

هغه د ښځينه بنديانو په اړه وويل، چې د هغوى په شمېر کې بدلون راځي، ځکه ځينې يې خوشې کېږي او نورې ښځې د هغوى پر ځاى زندان ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د نجونو او ښځو د نیول کیدو بهیر د هغه څه له امله زیات شوی چې د مطلوب حجاب نه مراعات بلل کیږي.

باید وویل شي، چې د راپورونو پر اساس یو شمېر ښځینه بندیانو له خوشي کېدو وروسته ځان وژنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا