اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهمهم مطالب

افغانستان سږ کال له ۱.۵ میلیارد ډالرو زیات صادرات کړي دي

ډيډ خبري اژانس: د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې افغانستان د روان کال په ۱۱ میاشتو کې له یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډالرو زیات صادرات کړي دي.

د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې افغانستان د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د ۱.۷۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال د صادراتو دغه اندازه یو بې ساری ګام وباله او زیاته یې کړه: د افغانستان ۷۶ سلنه صادراتي توکي تازه او وچه مېوه، سکاره، زعفران، سبزیجات او د غالۍ په ګډون لاسي صنایع شامل دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۹۷ سلنه صادراتي توکي د ایران، عراق، پاکستان، سعودي عربستان، هند، چین، تاجیکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او ازبیکستان په ګډون ۱۰ هېوادونو ته صادر شوي دي.

اوس مهال افغانستان له لسو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه ډېر واردات لري.

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان کړی و، چې تېر کال افغانستان دوه میلیارده ډالره صادرات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او پر بهرنیو مرستو تکیه کوي. هغه څه چې په تیرو دوو کلونو کې تل د نړیوالو مرستندویه سازمانونو اندیښنه وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا