اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیمه

د ملګرو ملتونو له خوا په پاکستان کې له یو میلیون افغان کډوالو سره نقدي مرستې وویشل شوې

دید خبری آژانس: دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په پاکستان کې له یو میلیون افغان کډوالو سره د نقدی مرستو د بشپړولو اعلان وکړ.

UNHCR په پاکستان کې راجستر شویو یو میلیون افغان کډوالو ته چې د ۲۰۲۲ کال له ویجاړونکو سیلابونو وروسته له اوږدمهاله اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي، د نقدي مرستو ویش بشپړ کړی دی.

د نغدي مرستو پروګرام چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د پاکستان د حکومت په همکارۍ پیل شوی و، د جون په پای کې په رسمي ډول پای ته ورسېد.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په پاکستان کې له ۲۵۰ زره افغان کډوالو کورنیو سره د کورنیو د غړو د شمېر له مخې شاوخوا سل زره ډالره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان کډوالو سره د جنورۍ له میاشتې راهیسې د نقدي مرستو ټول لګښت ۱۷،۸ میلیونه ډالره وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې مېرمن نوريکو يوشيدا وويل چې د تېر کال د سېلاب ترڅنګ اوسني اقتصادي وضعيت د کډوالو په ګډون د پاکستان خلک سخت اغېزمن کړي دي.

ده وويل: اړينه وه چې د پاکستان له خلکو سره د دولت له خوا د مرستو په لړ کې له کډوالو سره نقدي مرستې وشي.

پاکستان له ۱.۳ میلیونو څخه زیات راجستر شوي افغان کډوال او ۴۲۷۰۰۰ کسان په ورته شرایطو کې له افغانستان څخه د پناه غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د سېلابونو له امله په ځپل شويو سيمو کې شاوخوا اته سوه زره کډوال ژوند کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا