روستي خبرونهسیمه

هغه هندۍ کوچنۍ نجلۍ مړه سوه، چي ۳۷ انچه سر یې و

په هند کي ډاکټران وايي هغه ماشومه مړه سوه، چي سر یې د عادي انسانانو تر سر دوه برابره غټ و.
دا پنځه کلنه ماشومه رڼا بیګم نومېدله او د هند په یوه لېري پرته سيمه ترېپورا کي اوسېدله. د ډیلي ډاکټرانو څو واري د دغه پنځه کلنې نجلۍ سر عملیات کړ، خو کوچنی نسو.
د هغې مور فاطمې بیګم اسوشیتډ پرس ته ویلي چي نیمه شپه یې د لور ساه بنده سوه او بیا روغتون ته پر لار مړه سوه. ډاکټران وايي رڼا چې له موره پېدا سوه په یوه داسي ناروغي اخته وه چي له کبله یې د بدن مایعات سر ته خیژي او سر غټوي.
دغه ناروغۍ د هغې سر ۳۷۷ انجه غټ کړی و چي له کبله یې هغه پړ مخې پرېوتلای نسوه او ساه یې هم په ارامه اخيستلای نسوه.
د ډیلي د یوه روغتون ډاکټرانو په ۲۰۱۳ کال کي په وړیا د هغه درملنه او عملیات وکړل. د هند او نړۍ مطبوعاتو پر هغې ډېر راپورونه هم خپاره کړي وو او ډېر وخت د مطبوعاتو سر ټکی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا