اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پوتین: مسکو او اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان کې فعال دي

دید خبري آژانس: د روسیې ولسمشر په یوه پیغام کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ویلې ده.

ولاديمير پوتين عارف علوي ته په خپل پيغام کې ليکلي: زموږ دواړه هېوادونه دوستانه اړيکې لري او په دوه اړخيزو سياسي خبرو اترو کې يې مثبت تحرک رامنځته کړی او په بېلابېلو برخو کې يې ګټورې همکارۍ پياوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، مسکو او اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې د اجنډا او د افغانستان د سیاست او همدارنګه د نورو نړیوالو مسایلو په حل کې له یو بل سره د همکارۍ په برخه کې فعال دي.

د روسیې ولسمشر د سیمې د ثبات او امنیت د تامین لپاره د روسیې او پاکستان ترمنځ د څو اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

پاکستان د ۱۹۴۸ کال په اګست کې له هند څخه خپلواکي ترلاسه کړه او هر کال دغه ورځ لمانځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا