اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

مولوي فضل الرحمن نن کابل ته سفر کوي

ډيډ خبري اژانس: راپورونه وايي، چې د جمعيت علماى اسلام پاکستان مشر به کابل ته د خپل سفر پر مهال د سرپرست حکومت له مشرتابه سره پر دوه اړخيزو اړيکو او ټي ټي پي خبرې وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان (JUIF) مشر مولانا فضل الرحمن به نن (د جدی ۱۷مه) کابل ته ولاړ شي.

ذبیح الله مجاهد په اکس کې ویلي، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

په دې سفر کې به د پاکستان او افغانستان پر مسایلو او نورو مسایلو خبرې وشي.

د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) فعالیت او د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې له طا-لب چارواکو سره د ملاقاتونو له نورو موضوعاتو څخه دي.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې له مولانا فضل الرحمن سره د ملي اسمبلۍ پخوانی استازی جمال الدین محسود هم ملګری دی.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د طا-لبانو استازي د پاکستان د حکومت په استازيتوب مولانا فضل الرحمن ته افغانستان ته د سفر رسمي بلنه ورکړې وه.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا