افغانستانروستي خبرونهسیاست

طالبان اسد دراني ته ځواب لري؟

نویداحمد څرک
د پاکستان د استخباراتو مخکیني مشر له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې په دې اعتراف کړی چې د طالبانو ډله باندې پراخ نفوذ لري او په افغانستان کې یې د جګړې د دوام لپاره د دې ډلې ملاتړ کړی دی.
دا به کومه نوې خبره نه وي، خو په اوسني وضعیت کې د تعجب وړ ده چې طالبان هره ورځ د خپلې خپلواکۍ سپناوی ورکوي، خو د پاکستان مخکیني او اوسني چارواکي په ډاګه رسنیو سره خبرو کې وایي چې لکه د پخوانیو مجاهدینو یې د طالبانو ملاتړ او همکاري هم کړې ده.
اسد دراني په خپله مرکه کې ویلي چې دوی د خپلو ګټو لپاره طالبان د جګړې په خاطره راپورته کړل او اوږده کلونه یې د امریکا متحده ایالتونو خلاف جګړې ته وهڅول.
اسد دراني منلې چې د نړۍ پراخ فشارونه پرې و، خو دا چې د طالبانو فعالیت د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره اړین و، نو ځکه یې په هر وضعیت او زمان کې د دې ډلې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی.
دا یوه بیلګه ده چې د پاکستان د استخباراتو مخکیني مشر وړاندې کړې، تر دې وړاندې جنرال پرویز مشرف د اور پر لیکه کتاب کې ویلي و چې طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې دوی تنظیم کړل.
خو طالبان ولې د دوی دې څرګندونو ته ځواب نه واي، دا څو لاملونه لري چې طالبان نه غواړي دا ډول څرګندونې ځواب کړي او یا یې په تړاو غبرګون وښيي.
یو لامل دا دی چې طالبان تراوسه له پاکستان سره یرغمل دي او هر هغه دستور چې د پاکستان استخبارات یې طالبانو ته ورکوي، هم هغه تطبیق کوي.

بل دا چې طالبانو قومندانانو او سیاسي مشران له پاکستان څخه د افغان جګړې د دوام لپاره پراخ امکانات ترلاسه کوي، له همدې کبله نه شي کوی چې حتی یو ټویټ وکړي چې د اسد دراني دا څرګندونې بې ځایه او ناسمي دي.
له دې سره به لږ ترلږه د طالبانو جرئت د پاکستان پروړاندې مالوم شي، په افغانستان کې خو طالبان حتی د ولسمشر د مرستیال ویاند په څرګندونو هم غبرګون ښيي، خو د دې جرئت نه لري چې د یو هېواد د استخباراتو د مشر څرګندونو باندې غبرګون وښيي.
افغان حکومت همدا غږ پورته کوي چې طالبان خپلواک نه دي او اصلي واګي یې له نورو سره دي.
له همدې کبله د افغان حکومت تمرکز پر اسلام‌آباد دی چې څنګه کولی شي دې پروسه کې همکاري وکړي او طالبان مجبور کړي چې له جګړې لاس واخلي، اوربند وکړي او پایداره سولې او ثبات ته ورسیږي.
افغان حکومت باور لري چې که له پاکستان سره یې سوله وشي، له طالبانو سره سوله بیا اسانه ده او هغه څه چې پاکستان یې د سولې په مقابل کې د طالبانو په فرمایش غواړي، هغه هیڅ افغان ته د منلو نه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا