افغانستانروستي خبرونهټولنه

د طا-لبانو سترې محکمې د شنبې ورځ د قربان اختر اعلان وکړ

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د طا-لبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې جمعه عرفه او شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.


د طا-لبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (۱۶ سرطان) اعلان وکړ چې سبا جمعه د عرفې له ورځې سره سمون خوري او شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
په ورته وخت کې د طا-لبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د لوی اختر په مناسبت شنبه، یکشنبه او دوشنبه عمومي رخصتي دي.
لوى اختر په داسې حال کې رانژدې کېږي چې د افغانستان خلک په خورا سخت اقتصادي بحران کې دي او زياتره کورنۍ د خپلو ورځنيو خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.
نړیوالو سازمانونو په وار وار راپور ورکړی چې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس (شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه) د لوږې په حالت کې دي او د هېواد ۹۰ سلنه نفوس له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا