افغانستانروستي خبرونه

د بریتانیا ځانګړي هوايي ځواکونه بې ګناه افغانان او ملکي وګړي وژني

د برتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو یا SAS په افغانستان کې د شپنیو چاپو پر مهال لسګونه افغانان وژلي او وروسته یې د خپلو کړنو د پټولو لپاره غلط راپورونه ورکړي.

د برتانوۍ سنډې ټایمز ورځپاڼې ویلي، برتانوي ځانګړو سرتېرو SAS به د شپنیو چاپو پر مهال ملکي افغانان د ژوندي نیولو پر ځای په خپلو کورونو کې وژل او وروسته به یې د دوی تر څنګ وسلې وغورځولې تر څو دا وښيي چې وژل شوي ملکي وګړي طالبان وو.

له بلې خوا د برتانیې دولت هم په دې تورن دی چې د خپلو سرتېرو د جنایتونو د پټولو هڅه یې کوله.

ټایمز مجلې د خپلې سرچینې له قوله لیکي: د برتانیا دفاع وزارت د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو د پټولو لپاره پرلپسې هلې ځلې کولې او ادعا یې کوله چې د یادو پېښو د جزئیاتو خپرول به ملي امنیت ته زیان واړوي.
د ټایمز ورځپاڼې سرچینې زیاته کړې: د برتانیا دفاع وزارت له دې امله د جنګي جنایتونو د پټولو هڅې کولې چې وېره یې درلوده په نشرولو سره به یې ملي امنیت، د ولس باور او د خپلو متحدانو همکارۍ ته زیان ورسېږي.

سنډې ټایمز ویلي، برتانوي سرتېرو به کله ناکله خپلې کړنې پر افغان ځواکونو تاوانولې او ویل به یې چې ملکي وګړي له دوی سره مله افغان سرتېرو وژلي دي. په دې سره به پېښه نه څېړل کېده او برتانوي سرتېري به سپین وختل.

ویل کېږي چې د شپنیو چاپو ځینې ویډیوګاني بې پیلوټه الوتکو او د چاپو پر مهال ګډون کوونکو سرتېرو ثبت کړې دي. په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې برتانوي سرتېري افغان ملکي وګړي وژني او افغان سرتېري ورته ولاړ وي. په دې سره د برتانوي سرتېرو هغه ادعا دروغجنه ثابتېږي چې د وژنې پړه به یې پر افغان سرتېرو وراچوله.
همدا راز په دې څېړنو کې ځېنې داسې انځورونه هم تر لاسه شوي دي چې برتانوي سرتېري له وژلو وروسته خپلې روسۍ میکاروف توپنګچې د وژل شویو ملکي وګړو تر څنګ غورځوي. په دې توګه به دوی ښودله چې دا کسان د طالبانو غړي وو او بې وسلې نه وو. له دې وروسته به یې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره انځورونه اخیستل تر څو خپلو ته دا وښیي چې وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د برتانوي ځواکونو یوه افسر ویلي چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې برتانوي سرتېري په داسې مهال ولیدل چې د وژل شویو ملکي وګړو تر څنګ یې مخدره مواد او وسلې ايښودلې.

څېړونکې دا مهالد برتانوي سرتېرو د جنایتونو یواځې یوه پېښه څېړي، چې په ۲۰۱۱ز کال د هلمند په ولایت کې شوې وه. په یاده پېښه کې د شپنۍ چاپې پر مهال ۴ ملکي وګړي وژل شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا