اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې د پیل په اړه د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم پیغام

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر په داسې مهال پيل شو، چې په هېواد کې تېرو ټاکنو د ولس په منځ کې ځېنې بې باورۍ رامنځته کړې؛ خو بیا هم په ټاکنو کې نه ګډون د روانو ناخوالو د پای ته رسیدو لار نه ده.

زموږ په باور په روانو حساسو شرایطو کې ټول هېواد وال مسوولیت لري، چې د ملي ارزښتونو د ساتنې او روانو بې عدالتيو د پای ته رسیدو لپاره له مشروع لارو، د ځانغوښتنې او نا انډولۍ سیاست ته د پای ټکی کیږي.
دا مشروع لاره اوس یوازې او یوازې رڼې ټاکنې دي، چې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نیټه پلان شوې دي.
د افغانستان خلک کولی شي له اساسي قانون سره سم د خپلې رایې له حق څخه په ګټه اخیستنې خپل برخلیک وټاکي.
زموږ ټیم (امنیت او عدالت) له ټولو درنو هېوادوالو هیله لري، چې د هېوا په هره برخه کې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.
تر څنګ یې موږ د خپل ټیم او د افغانستان د خلکو د محور ګوند له ټولو غړو هیله لرو، چې په شرایطو برابر ټول هېوادوال په دغه ستره پروسه کې ګډون ته وهڅوي.

زموږ ټیم به ددې تر څنګ چې نور هېوادوال به په ټاکنو کې ګډون ته هڅوي د ټاکنو د شفافیت لپاره هم هر اړخیزې هڅې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا