اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د مسکو غونډې وروسته؛ د روسیې سفیر متقي سره وکتل

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په مسکو کې له طالبانو مخالفینو تر ناستی وروسته، په کابل کې د روسیې سفیر امیرخان متقي سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ (د قوس ۴مه) د دې ناستې اعلان وکړ او ویې ویل، چې په کابل کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او تعلیمي اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د بحث شویو موضوعاتو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د طا-لبانو د حکومت مخالفانو په مسکو کې په یوه غونډه کې چې د «عادل روسیه» ګوند په کوربه توب جوړه شوې وه ګډون وکړ.

دا لا څرګنده نه ده چې دواړو لورو د دې ناستې په اړه خبرې کړې دي او که نه.

خو د طا-لبانو د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د دې غونډې په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې دوی د دې غونډې په اړه روسیې ته «اعتراض» کړی دی.

«د تېر او راتلونکي ترمنځ افغانستان» غونډه د پنجشنبې په ورځ (قوس ۲مه) په مسکو کې د «عادل روسیه» ګوند چې د روسیې په پارلمان کې ۲۰ سلنه څوکۍ لري، کوربه و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا