اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

په بلوچستان کې لږ تر لږه ۱۷ بندیان تښتېدلي دي

دید خبری اژانس: د پاکستان د بلوچستان ایالت له چمن زندان څخه لږ تر لږه ۱۷ بندیان په تیښته بریالي شوي دي. د زندان ماتول د تېرې پنجشنبې په ورځ سهار وختي وشول.

پولیسو ویلي دي چې د بیرک نمبر ۴ زندانیانو چې په عمده توګه د قتل او د قتل د هڅې په شمول په جدي جرمونو کې ښکیل وو د ډیوټ افسرانو په وړاندې ناڅاپي برید تنظیم کړ.

لږ تر لږه ۲۰ تنه بندیان چې د معیوبو بندیانو په بیساریو سمبال وو د مرکزي دروازې له ساتونکي څخه یو کلاشینکوف غلا او ډزې یې وکړې.

په دې پيښه کې يو پوليس ټپي شوى دى.

بیا بندیانو په ډزو سره د تیښتې لپاره اصلي دروازه خلاصه کړه.

د امنيه قوماندان نعيم اڅکزي په وينا، د بنديانو له تېښتې وروسته پوليسو او د چټک غبرګون ځواکونو سمدلاسه د لټون عمليات پيل کړل.

د هودي پخت او ګورائي کوهل سيمو کښې د پوليس ترمخه د تښتيدلو بنديانو سره نښته شوې چې په نتيجه کښې يو تن تښتيدلي مړ او دوه نور ژوبل شوي دي کوم چې هسپتال ته رسولي شوي دي۔

امنيه قوماندان د دې احتمال څرګند کړ، چې ښايي بهرني تسهيل کوونکي د بنديانو په تېښته کې مرسته کړې وي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میرزاالله لانګو د پېښې د پلټنې امر کړی او پولیسو ته یې د تښتېدلو بندیانو د نیولو امر کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا