اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
د ارگ د راپور له مخی، په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو پر اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني وویل، د سولې په ګډون د مهمو ملي مسایلو په اړه به د ولس او د هغوی د استازو د اجماع او نظریاتو په رڼا کې تصمیم ونیول شي او دغه نننۍ ناسته د دغو مشورو پیل او څرګنده بېلګه ده.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال محمد سرور دانش د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو د میکانیزم په اړه د خبرو پرمهال په دې جرګه کې د ولسي جرګې د غړو رول مهم وباله.
د دغې ناستې په پای کې د ولسي جرګې رئيس د نظام د ملاتړ ترڅنګ په مهمو ملي او برخلیک ټاکوونکو مسایلو کې د ملت مشوره اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د لازمو همکاریوو ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا