اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

برتانیا: موږ په افغانستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو وضعیت څارو

ډید خبري اژانس: د جنوبي اسیا په چارو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، لندن په افغانستان کې د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو وضعیت څاري او پر طا-لبانو فشار راوړي چې د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

د جنوبي اسیا په چارو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر طارق احمد د دغه هېواد د مشرانو جرګې د غړي ډیویډ الټن د لیک په غبرګون کې ویلي چې لندن په افغانستان کې د هزاره ګانو او قومي او مذهبي اقلیتونو وضعیت څاري.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د برتانيا د سفارت شارژدافير رابرټ ډيکسن له طا-لبانو سره د توکميزو او مذهبي لږکيو د وضعيت په اړه د برتانيا اندېښنه راپارولې ده.

تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي له ډيکسن سره وليدل.

طارق احمد دا هم وویل، چې کابل ته د برتانوي پلاوي په وروستي سفر کې دوی په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د بین الافغاني خبرو غوښتنه کړې وه.

هغه زیاته کړه چې بریتانیا د هزاره ګانو په ګډون له ډېرو افغانانو سره په پراخه او منظمه توګه اړیکې لري.

هغه ټینګار وکړ: موږ پر طالبانو فشار راوړو چې د زیان منونکو ډلو لکه قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د شيعه او هزاره ګانو پر وړاندې ترهګريز بريدونه زيات شوي او د ډېرو دغو بريدونو مسووليت داعش خراسان ډلې پر غاړه اخيستى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا