اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

له نوي سیاسي ائتلاف او مشرانو یې د اجرایه رییس غوښتنې

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د روستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اشاره له سیاسي مشرانو او خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد ملي ګټو ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د کابل د امنیت په تړاو په جوړه شوي غونډه په ترڅ کې وکړه.

نومړې ظاهراً د نوې جوړه شوی ائتلاف او د روانو سیاسي او امنیتي کړکیچونو په لوړه اشاره کوله.

د هېواد اجرئیه رئیس په همدې حال کې له خلکو او معترضینو څخه وغوښتل چې د قانون په مطابقت کې عمل وکړي او ډاد ورکړ چې په امنیتي سکتور کې اصلاحات ژر به رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د  “افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا” په نوم ايتلاف عالي شورا د جمعې په ورځ خپل موجوديت اعلان كړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د دغو ګوندونو مشران وایي،  په هېواد کې د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي دي.

دوی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو “ناقانونه اقداماتو” دې لاس واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا