اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د امریکا متحده ایالاتو لخوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې په اړه د ملګرو ملتونو راپور تایید نشو

دید خبری آژانس: په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د ودې په اړه د ملګرو ملتو د راپور له خپریدو وروسته، امریکایی چارواکو ویلی دی چې دغه موضوع نه تاییدوی.

ځینو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور نه دی تایید کړی او وايي، داسې شواهد یې نه دي لیدلي چې د ملګرو ملتونو د موندنو تصدیق وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحليل او څارنې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله د فعالیت ازادي لري او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

خو یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دا معلومات په بېلابېلو برخو کې «زموږ د استخباراتي ټولنې له تحلیلونو سره سمون نه خوري».

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې القاعده او داعش هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پټنځایونه لري.

خو یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په دې اړه ویلي: «د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعده او داعش د غړو د شمېر په اړه اټکلونه د امریکا د استخباراتو د ټولنې د معلوماتو او زموږ د همکارانو د اټکلونو په پرتله بې بنسټه دي».

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې د امریکا د ارزونو له مخې دا مهال په افغانستان کې د القاعدې له ۱۲ مهمو غړو څخه کم دي او د امریکا له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د دغه سازمان کوم لوی مشر په افغانستان کې شتون نلري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا