اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ډنمارک؛ یو ځل بیا په اروپا کې د قران کریم سپکاوی

دید خبری اژانس: په سویډن کښې د قرآن کریم د ویستلو له بهیر وروسته دا ځل په ډنمارک کښې یوې سخت دریځې ډلې قرآن ته سپکاوی وکړ او په کوپنهاګن کښې د عراق د سفارت مخې ته یې ددغه کتاب یوه نسخه ته اور واچاوه.

په تیرو دوو اونیو کې په اروپا کې د قرآن کریم د سپکاوي له دوو نویو پیښو وروسته، د جمعې په ورځ (د سرطان په ۳۰مه) په اروپا کې، دا ځل په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي یوه نوې پیښه رامنځ ته شوه.

په ډنمارک کې یوې ښي اړخې ډلې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د عراق د سفارت مخې ته د قرآن کریم نسخې سوځولې دي.

د یوې ښي اړخې ډلې غړو چې ځانونه د ډانسک پاټریوټر بولي د ډنمارک په پلازمینه کې د عراق د سفارت مخې ته د اسلام ضد بیرغونه پورته کړل او د اسلام پر ضد یې د سپکاوي شعارونه ورکړل.

دا سپکاوی یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو عاملینو د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۰ د دغه هېواد د پولیسو په شنه څراغونو او په ستاکهولم کې د اسلام ضد لاریون د اجازې له ترلاسه کولو وروسته په تېرو څو اونیو کې د دویم ځل لپاره قرآن کریم ته سپکاوی وکړ.

آناتولي خبر ورکړی، چې د ډنمارک د افراطي ډنمارک پلویانو د عراق بیرغ او قرآن پر ځمکه وغورځاوه او تر پښو لاندې یې کړ. دغې افراطي ډلې دغه سپکاوی کوونکی عمل په خپل فیسبوک اکاونټ هم په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

دغې ډلې د دغه اقدام په توجیه کښې وویل چې دغه حمله په بغداد کښې د سویډن په سفارت باندې د قرآن کریم د سوزولو د مظاهره چیانو د حملې په اعتراض کښې شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا