اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د افغانستان په اړه په ویانا کې غونډه پیل شوه

ډید خبري اژانس: د ویانا غونډه د دریم ځل لپاره د اوسني حکومت پر وړاندې د سیاسي جریانونو په شتون سره پیل شوه چې د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت په کوربه توب جوړیږي.

دا غونډه د یکشنبې په ورځ (د قوس ۱۲مه) د ویانا په ښار کې د غرمې شاوخوا ۱:۰۰ بجې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند د مشر محمد محقق په ګډون يو شمېر سياسي څېرو، پخوانيو چارواکو، د طا-لبانو د مخالفو تحريکونو استازو، د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو یو شمېر مشران او د مدني ټولنې غړي ګډون کوي.

محقق په دې غونډه کې وویل: د ښېګڼې لپاره باید تېر ته کتنه وشي. د نړۍ او په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو نظر یو مهم نظر دی.

په دې غونډه کې د انلاین یو شمېر سیاسي مخالفینو هم ګډون کړی دی.

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د طا-لبانو د مخالفو خوځښتونو د دوهمې دورې د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هر هغه بحث مخه ونیسي چې په هیواد کې د طا-لبانو د واکمنۍ د دوام لامل شي. دغه سازمان په دوحه کې د افغانستان د مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا