اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهکلتور او ادب

د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې ۳۶ عنوانه علمي او څېړنیزې پروژې تایید او تصویب شوي دي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بېلا بیلو علمي او څېړنیزو برخو کې د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره لس کلن پلان جوړ کړی، چې په هغه کې د علومو په بېلابیلو څانګو کې د څېړنیزو مسایلو په طرحه کولو سره شاوخوا ۱۰۰۰ علمي او څېړنیزې پروژې تصویب او چارې یې پیل کړي دي. 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بېلا بیلو علمي او څېړنیزو برخو کې د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره لس کلن پلان جوړ کړی، چې په هغه کې د علومو په بېلابیلو څانګو کې د څېړنیزو مسایلو په طرحه کولو سره شاوخوا ۱۰۰۰ علمي او څېړنیزې پروژې تصویب او چارې یې پیل کړي دي. 
د دغې اکاډمۍ علمي مرستیال ډاکتراحمد شاه عمر وردګ، چې د چهارشنبې په ورځ یې “ملت ته د حکومت د حساب ورکولو” په پروګرام کې د ۱۳۹۷ مالي کال د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې زیاته کړه: د هیواد په کچه د علمي څېړنو لپاره لس کلن ستراتیژیک پلان یو ښه او روښانه لارښود دی، چې د علم، فرهنګ، اقتصاد او د هیواد د ټولنیز وضعیت د ښه والي او پراختیا په برخه کې کلیدي رول لوبولی شي.
د علومو په بېلابیلو برخو کې د علمي څېړنو ترسره کول او د دغو څېړنو انسجام د ټولنیز وضعیت د ښه والي، فرهنګي بډاینې، اقتصادي ودې، د طبیعي سرچینو او زیرمو د ارزونې او له هغو نه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د علم او پوهې د کمي او کیفي کچې وده او په هیواد کې د دیني او اسلامي فرهنګ پیاوړتیا د علومو اکاډمۍ اساسي اهداف ګڼل کیږي.
دغه راز د ۳۶ علمي او تحقیقي پروژو بشپړېدل او دفاع، د پوهانو لپاره د لس کلن ستراتیژیک پلان سره سم په دریوو ( بشري، طبیعي او اسلامي ) برخو کې د ۴۰ علمي او تحقیقي پروژو تایید او تصویب، د علومو په بېلابیلو برخو کې د ۴۰ عنوانونو علمي او څېړنیزو کتابونو چاپ او خپرول، په ملي او نړیواله کچه د ۸ علمي او څېړنیزو سیمینارونو ترسره کول، او په پرله پسې توګه د ۱۰ عنوانه علمي او څېړنیزو مجلو چاپ او خپرول په ۱۳۹۷ کال کې د علومو اکاډمۍ له لاسته راوړنو ګڼل کیږي.
ښاغلي وردګ وویل: د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې د ۲۰۰ علمي او څېړنیزو پروژو د کار پیلول، د هیواد لپاره د مهمو او ګټورو موضوعاتو په اړه د ۸ علمي او څیړنیزو سیمینارونو ترسره کول، په بېلابیلو علمي برخو کې د ۹۵ علمي او څېړنیزو کنفرانسونو جوړول، د علومو په بېلابیلو برخو کې د علم د بډاینې لپاره د ۳۲ عنوانه کتابونو چاپول، د طبیعي، بشري او اسلامي څانګو په برخه کې د ۴۰ ګڼو علمي او څېړنیزو مجلو چاپول، د ۲۴ علمي او څېړنیزو جريدو چاپول او د ادبي ځانګړي دایره المعارف د کارپیلول په ۱۳۹۸ کال کې د علومو اکاډمۍ له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کیږي.
د یادونۍ وړ ده، چې د علومو اکاډمۍ په تېر ۱۳۹۷ مالي کال کې خپله ۹۴ سلنه پراختیايي بودجه لګولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا