اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

ایراني عکاس له زندانه خوشې شو

دید خبري اژانس: د ایران د تسنیم خبري آژانس عکس اخیستونکی محمد حسین ولایتي په کابل کې د طا-لبانو له زندانه خوشې شوی دی.

د تسنیم په وینا، دغه ایراني عکاس تېره شپه (جمعه، ۳ سنبله) په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل.

د تسنیم عکس اخیستونکی د تېرې شنبې په ورځ له ایرانه د راستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې نیول شوی و.

تسنیم لیکلي چې محمد حسین ولایتي تراوسه ایران ته نه دی راستون شوی او تمه ده چې ژر تر ژره خپل هیواد ته ستون شي.

دغې رسنۍ د عکاس د نیول کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی. وړاندې لیکل شوي وو چې یاد ولایتی طا-لبان له وضاحت پرته د کابل له هوايي ډګر څخه نیول شوي دي.

د افغان خبريالانو مرکز وايي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د بنديانو او خبريالانو شمېر ١١ تنو ته رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا