افغانستانروستي خبرونهشننه

د طالبانو د اختریزې اعلامیې تحلیل

د طالبانو د اوربند اعلامیه کې دا ښکاره اعتراف هر څه په ډاګه کوي چې دا جګړه د افغانستان ورانولو، افغانانو وژلو او د خلکو د ژوند ناارامه کولو لپاره ده.

سیدعبدالله پاچا
طالبانو د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د اختر درې ورځې اوربند اعلان شوی و، خو دې اعلامیه کې څو د پام وړ ټکي شته دی.
طالبانو له خپل وسله والو غوښتي چې د اختر ورځو کې خلک د ارام او اطمینان ژوند ته پریږدي.
دا پورته لیکل شوې جمله د طالبانو د اعلامیې برخه ده چې اعتراف یې کړی چې افغانانو باندې دوی د خوښۍ او ډاډ ژوند ارام کړی دی.
طالبانو دولتي ځواکونه او یا دولتي مامورین نه دی یاد کړي، بلکې هېوادوال یې یاد کړي چې په دې ورځو کې دې ارام ژوند وکړي.
طالبان پوهیږي چې جګړه یې تاوتریخوالی دی او هیڅ دیني توجیه نه لري، خو د دې لپاره یې د جهاد نوم ورکړی چې بشري قوه د جګړې لپاره استخدام کړي.
د طالبانو د اوربند اعلامیه کې دا ښکاره اعتراف هر څه په ډاګه کوي چې دا جګړه د افغانستان ورانولو، افغانانو وژلو او د خلکو د ژوند ناارامه کولو لپاره ده.
د طالبانو د اعلامیې بله برخه کې له طالب وسله والو غوښتل شوي چې د اختر ورځو او شپو کې له هر ډول عملیاتو څخه ډډه وکړي.
په داسې حال کې چې دوی له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې دوی به یواځې له ځان دفاع کوي او هیڅ ډول عملیات به نه کوي.
طالبان اوس هم امریکا ته وایي چې دوی عملیات او بریدونه نه کوي، یواځې کله چې د افغان ځواکونو تحرکات وګوري، برید پرې کوي.
طالبانو په ښکاره د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې.
مقابل کې افغان دولت بیا په ټوله مانا سولې ته انعطاف ښودلی، بندیان یې خوشې کړي، عملیات یې درولي، مذاکراتي ټیم یې اعلان کړی، مصالحې شورا یې جوړه کړې، یواځې په تمه دي چې د خبرو کولو نیټه په ډاګه شي.
د خلکو غوښتنه:
د طالبانو د اوربند له اعلامیې وروسته خلکو د درې ورځې اوربند هم پراخ هرکلی کړی دی.
ځکه افغانستان چې درې ورځې جګړه نه وي، شاوخوا درې سوه کسانو ژوند ژغورل کیږي.
په اوسط ډول د افغانستان جګړې کې له سلو زیات کسان وژل کیږي او تر دې زیات ټپیان کیږي.
نو خلک ځکه له درې ورځې اوربند هم هرکلی کوي، دا اوربند د دې لپاره چې لا هم سولې ته اراده شته او تمه شته چې افغانان به یوې پایلې ته ورسیږي.
اوس له طالبانو غوښتنه دا ده چې تر اختر یې زندانیان خوشې کیږي او دا اوربند دې دوام پيدا کړي چې نور په هیڅ پلمه افغان و نه وژل شي.
افغانان ډير لوی زړه او لویه سینه لري، طالبان که چیرې سوله وکړي، له دې ټول ظلم او قتلونو سره یې بښلی شي، لکه څنګه یې چې د کورنیو جګړو قاتلین وبښل.
سوله لومړیتوب دی او له جګړې باید مخ واړول شي، جګړه بربادي او د نورو هېوادونو ابادي ده، لطفا د نورو هېوادونو د ګټو لپاره خپل هېواد مه ورانوئ او خپل افغانان مه وژنئ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا