افغانستانروستي خبرونهسیاست

چخانسوري: بامیان د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار یکشنبی(۵دلو) د بامیان ولایت له والي حاجي آقا رحمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه کتنه کې د بامیان ولایت د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د حاجی‌ګک د اوسپنې کان، د ډبرو سکارو د کانونو او د غیرقانوني کیندنو څخه د مخنیوي په څرنګوالي بحث وشو.
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د پراخو کاني زېرمو د درلودلو له مخې، د بامیان ولایت د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي او ددغه ولایت د کانونو مدیریت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه: د غیرقانوني کیندنو د رسمي کولو لپاره د وزارت د سټراټیژۍ پر بنسټ، په ۳۴ ولایتونو کې د ساحو سروې او شناسایي ترسره شوې ده چې تطبیقي پلان یې ترتیب او ددغو ساحو ګزارش د ملي امنیت شورا، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنیت له ریاست سره شریک شوی دی.
د بامیان ولایت والي حاجي آقا رحمتي د بامیان کانونو ته د کانونو او پټرولیم وزیر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ یې د کانونو د مدیریت په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا